انصار: ( دغویی 21مه)، د ستندرد ملي اداره وایي چې هېواد ته یې د دوه ټانکره ټیټکیفیته ګازو د واردېدو مخه نیولې ده.
دې ادارې په ایکس پاڼه لیکلي چې دا ټانکر په حیرتان بندر کې بېرت ګرځول شوي دي.
د ستندرد ملي ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې (۳۸ ټنه ۶۴۰ کیلو ګرامه) ګازو کیفیت د دې ادارې له ستندردونو سره په ټکر کې و.
په خبرپاڼه کې یو ځل بیا د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتل شوي چې هېواد ته د ټیټ کیفیته نفتي توکو له واردېدو ډډه وکړي، ګېني له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ویلو ده چې ستندرد ملي ادارې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د ټیټ کیفیته توکو د واردېدو مخه نیولې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31505